ننګرهار کې چاودنې پنځه تنه ملکیان ټپیان کړي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2020/09/5bb7160262c3d-1024x576.jpg)
د ننګرهار چارواکي وایې، چاودنه د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کږې بارز کې رامنځ ته شوې، چې پنځه ولسي وګړي پ کې ټپيان شوي.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي؛ د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ د « کږې بازار » اړوند قصابانو هټیو سره نن ماسپښین شاوخوا دوه بجې د ملک شیرباز په نوم ولسي مخور موټر سایکل پورې نښلول شوي ماین چاودنه کړې، چې له امله یې د نوموړي په ګډون پنخه ولسي وګړي ټپيان شوي دي .
سرچینه ریاتوي، د یادې پېښې د درې تنو ټپيانو ټپونه سطحي دي، خو دوه نور د درملنې په موخه حوزوي روغتون ته اننقال شوي .
د دې پیښې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.