د افغانستان د بحراني وضعیت په اړه د پوتین اندیښنه

د روسیې جمهور رییس د افغانستان د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلي او دغه وضعیت یې بحراني بللی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخي،ولادیمیر پوتین د شانګهای د سازمان په مجازي ناسته کې څرګنده کړه چې اوس هم د افغانستان وضعیت کړکیچن دی.

نوموړي ددغه وضعیت په اړه اندیښنه وښوده او د سیمې او شانګهای سازمان د هېوادونو د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

د افغانستان د وضعیت په اړه د پوتین اصلي اندیښنه،د د مرکزي اسیا پر پولو د داعش ترهګرې ډلې او قاچاق وړونکو د فعالیتونو په اړه ده.

د روسیې جمهور رییس همدغه راز په سیمه کې د مخدره توکو د قاچاقو،سازمان شویو جرمنو او سایبري بریدونو د زیاتیدو په اړه غبرګون وښود.

له دې وړاندې هم په کراتو کراتو د مرکزي اسیا په سیمو کې د افغانستان څخه د داعش ډلې د نفوذ په اړه خبرداری ورکړل شوی وو او پوتین دافغانستان د خپلواکۍ د یوسلو یوومې کالیزې په مناسبت جمهور رییس غني ته؛ د مخدره توکو د قاچاقو پر وړاندې د جدې مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *