په قطر کې د مرکچي پلاوو د عمومي ناستې ترسره کېدل
ټاکل شوي ده چې په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر مینځ عمومي ناسته ترسره شي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخي،تیره ورځ د دواړو لوریو پلویانو پر طرزالعمل او کاري اصولو بحث کړی او نن د (وږي ۲۵) به لمړنۍ عمومي ناسته ترسره کیږي.
د افغانستان د مرکچي پلاوي غړو ویلي دي چې د تماس ډلې له ناستې وروسته به د دواړو لوریو تر مینځ عمومي مشترکه ناسته ترسره شي.
په داسې حال کې چې دواړه لوري عمومې ناستې ته چمتوالی نیسي؛مګر د تماس ډلې دواړو اړخونو ترمینځ خبرو اترې کومې لازمې پایلې ته رسیدلي نه دي او یوازې پر کاري اصولو او مهال ویش باندې بحث شوی دی.
د تماس ډلې د دواړو لوریو په لیدنو کې د پام وړ نکته،د سولې په فضا کې د خبرو اترو دوام دی.
بین الافغاني مذاکرات درې ورځې وړاندې په رسمي ډول د مصالحې د عالي شورا د رییس دکتور عبدالله عبدالله او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ګډون په دوحه کې په رسمي ډول پیل شوي دي.