کونړ کې د پاکستان یوه جاسوسي الوتکه راغورځیدلې
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2020/07/هواپیمای-بی-سرنشین-پاکستان.jpeg)
د کونړ چارواکي وایې د پاکستان دغه جاسوسي الوتکه تیره شپه د سرکاڼو په ولسوالۍ کې راغورځیدلې.
د کونړ د ولایت ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تیره شپه د فرضي کرښې شاو خوا ۷۰۰ متره دې خوا یوه پاکستانۍ جاسوسي الوتکه د سرکاڼو ولسوالۍ«د ګلاب پړۍ» په سیمه کې رالوېدلې ده.
نوموړی زیاتوي تر اوسه د دغې الوتکې د غورځیدو علت څرګند نه دی.