په کابل کې د پولیسو رینجر د چاودنې هدف وګرځید

د کابل ښار په یوولسمه حوزه کې د پولیسو یو رینجر موټر د ماین چاودنې هدف وګرځید.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن سهار(چنګاښ ۱۸) د کابل ښار د خیرخانې د ګولایي جمهوریت په سیمه کې رامنځته شوي ده.

که څه هم امنیتي ځواکونو لا تر اوسه ددې چاودنې په اړه مالومات ورکړي نه دي؛مګر خپاره شوي انځورونه ښیې چې رینجر موټر سخت خراب شوی او د دوکانونو ښیښې هم ماتي شوي دي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

په دې وروستیو کې په کابل کې په ناڅاپي توګه د چسپکي ماینونو چاودنو زیاتوالی موندلی دی.

له دې وړاندې د دا ډول چاودنو او بریدونو مسوولیت د دولت د مخالفو ډلو له لورې منل کېده؛ مګر په دې وروستیو ورځو کې هیڅ شخص یا ډله ددغه چاودنو مسوولیت پر غاړه نه اخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *