د ننګرهار ولایت کوز کونړ ولسوالۍ بازار کې چاودنه
بیړنی؛ څو شیبې وړاندې د ننګرهار ولایت د «کوز کونړ »ولسوالۍ په بازار کې زوروره چاودنه رامنځ ته شوې.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، دغه پیښه نن د سرطان په ۱۷ نیټه سهار ۱۰:۰۰ بجې د کوز کونړ ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼی د دې پیښې د تاید ترڅنګ وایې، چې د دې چاودنې موخه د سیمه ایزو پولیسو فومندان « میر زمان» ؤ.
د دې پیښې د مرګ ژوبلې او زیان په اړه تراوسه دقیق معلومات نشته.
تراوسه د دې پیښې مسولیت کومې ډلې او یاهم کوم شخص په غاړه نه دی اخیستی.
جزیات وروسته …