په کابل کې د یوې چاودنې د رامنځته کیدو مخه ونیول شوه
د کابل پولیسو د یوې کړۍ ماین په کشفولو سره د کابل په اتمه امنیتي حوزه کې د یوې چاودنې د ترسره کیدو مخه ونیوله.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه ماین نن سهار(چنګاښ ۱۷) د اوومې حوزې په «باغ کوتی»سیمه کې کشف شوی دی.
د کابل د پولیسو ویاند،فردوس فرامرز وایي چې د پولیسو د قومندانۍ انجینرۍ ټیم ددغه ماین په کشفولو سره په کابل کې د یوې خونړۍ چاودنې مخه نیولي ده.
ویل کیږي چې پرون مازیګر هم د کابل ولایت د چهار اسیاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې چاودنې مخه نیول شوي وه.
په دې وروستیو ورځو کې په کابل کې د سړک د غاړي او چسپکي ماینونو چاودنو زیاتوالی موندلی دی.