عبدالله پاکستان ته دعوت شو

دکتور عبدالله، رئیس شورای عالی مصالحه به پاکستان دعوت شد

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر ته دغه هېواد ته د سفر بلنه ورکړې ده.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپل ټویټر اکونټ لیکلي دي چې دکتور عبدالله عبدالله ته د شاه محمود قریشي له لوري بلنه ورکړل شوي ده.

نوموړی وایي چې د افغانستان او پاکستان تر مینځ اړیکې د رغیدو په حال کې دي او په همدې موخه د مصالحې د عالي شورا رییس ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړل شوي ده.

صادق ددغه سفر د دقیقې نیټې په اړه مالومات وړاندې کړي نه دي؛مګر ویلي یې دي چې په مناسبه نیټه باندې به ترسره شي.

د مصالحې شورا دفتر ریاست په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *