ننګرهار کې چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
چاودنه نن سهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند ګمرک ریاست سره شوې، چې یو تن په کې وژل شوې او درې نور ټپیان شوي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د غبرګولي په (۲۵) نیټه سهار ۸/۳۰ دقيقې د ننګرهار ګمرک رياست ته مخامخ په الټو ډوله موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې چې له امله يې يو تن ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپيان دي .
دخوږیاڼي په خبره ټپيان روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي وضعيت یې د ډاډ وړ دی .
د دې چاودنې مسولیت تراوسه کوم شخص او یاهم کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.