لغمان کې د طوفان له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان چارواکي ، وایې د دې ولایت مرکز کې د تیز باد او طوفان له امله د ښاري محکمې دیوال راغورځیدلی، چې شپږو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د لغمان ولایت ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: دلغمان مرکز مهترلام ښار کې نن  د غبرګولي په (۲۴) نیټه له غرمې وروسته درې نيمې بجې د سخت باد او طوفان له امله د ښاري  محکمې ديوال راپرې وتى، چې له امله يې دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور  ټپيان شوي.

نوموړی زیاتوي ټپيان په وخت د مهترلام ولايتي روغتون ته انتقال شوي او د درملنې لاندې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *