په کابل کې یوه نجلۍ د انسان تښتونکو له منګولو څخه ازاده شوه

د کابل پولیسو په یو لړ هدفي عملیاتو کې په پلازمینه کې یو ۱۲ کلنه ماشومه د انسان تښتونکو له منګولو ازاده کړه.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د کورنیو چارو د وزارت د نن ورځې(غبرګولي ۲۵)د خپرپاڼې څخه یې نقل کړی دی،تیره شپه د کابل د اوولسمې حوزې په مربوطاتو کې یوې ۱۲ کلنۍ نجلۍ ته د انسان تښتونکو له منګولو څخه نجات ورکړل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ۱۲ کلنه ماشومه ۱۲ ورځې وړاندې د څلورمې امنیتي حوزې څخه انسان تښتونکو اختطاف کړي وه.

د خبرپاڼې څخه په نقل،په دې اختطاف کې دوه تورن کسان د پولیسو سره له وسله والې نښتې وروسته نیول شوي دي.

دغه ماشومه په داسې حال کې د انسان تښتونکو له منګولو څخه ازاده شوي چې  د پلازمینې اوسیدونکي د ښار په مختلفو سیمو کې د جنایي جرمونو څخه شکایت لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *