په عراق کې د ابوبکر البغدادي احتمالي ځای ناستی ونیول شو

د عراق د اطلاعاتو سازمان د داعش ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي د احتمالي ځای ناستي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د عراق د اطلاعاتو سازمان نن سهار وختي(غبرګولي لمړۍ)اعلان وکړ چې د داعش ترهګرې ډلې  قومندان «عبدالناصر قرداش» نیول شوی دی.

دغه سازمان ټینګار کوي چې عبدالناصر قرداش د ابوبکر البغداي د ځای ناستي لپاره د انتخاب شویو کسانو څخه شمېرل کېده.

د سرچینې پر وینا،«قرداش»په یو لړ کشفي او هدفي عملیاتو کې نیول شوی دی.

داعش ترهګرې ډلې په وروستیو اوونیو کې په عراق کې بیرته بيا ځلې خپل فعالیتونه له سر څخه پیل کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *