د هلمند په ګرشک کې د طالبانو ځان وژونکی برید

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې پر امنیتي پوسته د وسله والو طالبانو په انتحاري برید کې د امنیتي ځواکونو درې تنو سرتیروخپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې دغه پیښه تیره شپه هغه مهال رامنځته شوی چې د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته پر امنیتي پوستې باندې چاودنه ورکړل شوه.

د هلمند د والي ویاند عمر زواک خاورمیانه ته وویل چې ځان وژونکي بریدګر د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته پوستې ته څیرمه چاودنه ورکړي ده.

د نوموړي پر وینا،په دې برید کې درې تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

ددغه پوستې امنیتي ځواکونو د هلمند ـ هرات لویې لارې د امنیت د ټینګښت دنده پر غاړه درلوده.

وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د وسله والو طالبانو ویاند،ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر کې لیکلي دي چې  دغه برید د بل لورې له طرفه پر ملکي وګړو د برید او سرغړونو په ځواب کې ترسره شوی دی.

په داسې حال کې چې طالبان وایي دغه برید یې د طالبانو او امریکا تر مینځ د هوکړه لیک وروسته د سرغړونو له کبله ترسره کړی دی،د هېواد پر ځینو برخو په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو کې ددې ډلې بریدونو زیاتوالی موندلی چې د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو او ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اړولي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *