په بلخ کې د طالبانو د سرې قطعې قومندان ووژل شو

د بلخ ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د یو لړ هوایي عملیاتو په پایله کې د طالبانو د سرې قطعې قومندان ووژل شو.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه عملیات نن سهار وختي(غویي ۱۶) په«منصور» مشهور د ملایعقوب پر پټن ځایونو ترسره شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې هوایي عملیاتو کې د طالبانو د سرې قطعې قومندان ملامنصور د خپل ۱۵ تنو جنګیالیو سره یوځای وژل شوی دی.

ددې عملیاتو زیات جزییات خپاره شوي نه دي.

لا تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون ښودلی نه دی.

تازه هوایي برید په داسې حال کې ترسره کیږي چې په وروستیو ورځو کې طالبانو په شمال کې پر مشخصو سیمو بریدونه زیات کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *