«الیس ویلز» له دندې ګوښه شوه

د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازي له ۳۱ کلن ماموریت ترسره کېدو وروسته تقاعد شوي له دندې ګوښه شوي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو؛ په خپل ټویټر لیکلي دي چې «الیس ویلز»د تقاعد کېدو وروسته له کار څخه لرې شوي ده.

نوموړي ویلي دي چې له دې وروسته به مشاوره میرمن ویلز د مرکزي او جنوبي اسیا سره د اړیکو د زمینې برابرولو او په دغه هېوادونو کې د ستونزو په هوارولو کې ګډون نه لري.

پمپئو د امریکا د ډیپلوماسۍ په دستګاه کې د الیس ویلز د ۳۱ کلنو خدماتو ستایینه کړي ده.

میرمن ویلز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې د مرستیالۍ پر وخت،زیاتره د افغانستان او پاکستان پر مساییلو بوخته وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *