د دایکندي د پولیسو قومندان له یوې چاودنې ژوندی ووت
د دایکندي سیمه ایز چارواکي وایي چې ددې ولایت د محلي پولیسو قومندان د سړک د غاړې د یوه ماین د چاودنې څخه ژوندی وتلی؛ مګر دوه ساتونکي یې وژل شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن سهار(غویي ۲) د دایکندې ولایت د پاتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځته شوي ده چې ددې ولایت د پولیسو قومندان غلام سخي غفوري د تیریدو په حال کې وو.
د دایکندي د والي ویانده سکینه احساني وایي چې په دې پیښه کې ښاغلي غفوري ته زیان نه دی اوښتی؛مګر د نوموړي دوه ساتونکي وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
مګر ځینې نور راپورونو کې ویل شوي چې د دایکندي د پولیسو قومندان ټپي شوی دی،چې میرمن احساني وایي نوموړی برسیرن ټپي شوی دی.
لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.