د داعش د خراسان څانګې مشرد اتمر او قریشي د خبرو اترو محور

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ټلیفوني بحث کې،د دواړو هېوادونو د مسایلو په ځانګړي ډول د داعش د خراسان څانګې د مشر په اړه بحث کړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د بهرنیو چارو وزارت د نن ورځې(وري ۲) په خبرپاڼه کې راوړي دي چې دغه ټلیفوني اړیکه تیره شپه نیول شوي ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او د پاکستان هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د کډوالو په موضوعاتو،سوداګرو پر ستونزو،د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د افغانستان د سولې په بهېر کې د یوې سیمه ایزې اجماع د رامنځته کېدو په اړه بحث وکړ.

د خبرپاڼې څخه په نقل،شاه محمود قریشي د داعش د خراسان څانګې د مشر «اسلم فاروقي» په اړه هم خبرې کړي دي؛مګر په دې اړه زیات جزییات وړاندې شوي نه دي.

اسلم فاروقي څه وخت وړاندې د افغانستان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی وو.

دا په داسې حال کې ده چې څه وخت وړاندې د پاکستان دولت له افغانستان څخه غوښتلي وو چې فاروقي دې دوې ته وسپاري؛مګر کابل دغه غوښتنه رد کړي وه.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې له پروسې څخه ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې اسلام اباد به د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په لار کې د ګډ پروګرام په چوکاټ کې اقتصادي او امنیتي همکارې وکړي.

همدارنګه د هېواد د بهرنیو چارو وزیر وړاندیز کړی چې په افغانستان او پاکستان کې د کرونا ویروس خپریدو ته په پام سره باید د دواړو هېوادونو تر مینځ د صادراتو او وارداتو په اړه لازم اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *