د طالبانو په برید کې د مس عینک کان اته تنه ساتونکي ووژل شول

د لوګر ولایت په میگس عینک کان د وسله والو طالبانو په برید کې،د محافظت عامه پولیسو په چوکاټ کې ددغه کان اته تنه ساتونکي وژل شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه برید نن سهار وختي(غویي ۳) ترسره شوی او د محافظت عامه پولیس د طالبانو سره په مقابله کې دریدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې مروه امینې ویلي دي چې په دې برید کې د محافظت عامې اته سرتیري وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي په داسې حال کې چې مشخصې شمېرې یې وړاندې کړي نه دي وایي چې ټول بریدګر هم له پښو غورځول شوي دي.

په همدغه حال کې د لوګر د ولایتي شورا یوه سرچینه وایي چې له برید وړاندې یوه زوروره چاودنه ترسره شوي چې ممکن د محافظت عامه سرتیرو په همدغه چاودنه کې خپل ژوند بایللی وي.

د مس عینک امنیتي پوسته له دې وړاندې هم د وسله والو طالبانو تر برید لاندي نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *