کونړ کې د دیوال د راغورځیدو له امله د یوې کورنۍ ۴ کوچنیان وژل شوي

د کونړ ولایتي چارواکي وایې، پیښه نن سهار د دې ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې شوې ده .

د کونړ د ولایت ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د ثور په (۱) نیټه سهار اوه بجې په ناړۍ ولسوالۍ کې په ماشومانو د لوبو په مهال د کور یو دیوال راپرېوتی، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۴ تنه ماشومان وژل شوي.

مصمیم زیاتوي، دغه کورنۍ اصلاً د نورستان ولایت ده او په ناړۍ ولسوالۍ کې یې د کډوالۍ شپې تیرولې.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د کونړ ولایت خاص کونړ ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د غورځیدو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي ؤ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *