په کندهار کې یوه سیمه ایز پولیس ۴ پولیس په ډزو ووژل

د سیمه ایزو پولیسو یوه سرتیري د کندهار ولایت په «ژړۍ» ولسوالۍ کې په یوه خپل مینځي برید کې څلور پولیس په ډزو ووژل.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن سهار وختي(کب ۲۵) د ژړۍ ولسوالۍ په «چهار شاخ» سیمه کې رامنځته شوي ده.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي ویلي دي چې بریدګر د طالبانو نفوذي کس وو او پر خپلو ملګرو باندې له ډزو وروسته تښتیدلی دی.

د نوموړي پر وینا،په دغه برید کې د پوستې قومندان او د پولیسو درې سرتیري وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

خپل مینځي بریدونه د امنیتي ځواکونو یو له لویو ستونزو څخه دي چې ډیرې یې د جعلي تذکرو د ویش له امله چې په ډیرې اسانۍ سره غوښتونکو ته ورکول کیږي ،رامنځته کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *