ننګرهار کې د یوه کور د دیوال د غورځیدو په پیښه کې ۸ تنو ته مرګ ژوبلې اوښتې

د ننګرهار چارواکي وایې، د دې ولایت کوټ ولسوالۍ کې د يو کور ديوال د پريوتو پېښه کې د يوې کورنۍ اته تنو ته مرګ ژوبله اووښتې.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دننګرهار ولايت کوټ ولسوالۍ د «لاغر جوی» په سيمه کې نن د کب په ( ۲۵) نیټه ماښام مهال د «جلال پاچا » په نوم د يو کس د کور ديوال د پريوتو پېښه کې د يوې کورنۍ اړوند څلوروماشومانو او يوې ميرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور سخت ټپيان شوي دي .

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي، د يادې پېښې ټپيان روغتون ته ليږل شوي، چې وضعيت يې هم د اندېښنې وړ ښودل شوی .

خبرپاڼه کې ویل شوې، ياده پېښه د اورښتونو له امله د ديواله د زيانمنيدو وروسته رامنځته شوې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *