د کابل د خلکو د ازادۍ غوښتونکو «الله اکبر»  د چیغې  څلویښت کلونه پوره شول

څلویښت کاله وړاندې، د پلازمینې خلک د «الله اکبر» شعارونو په ورکولو سره د بامونو سرونو ته وختل او پر افغانستان باندې د شوروي د یرغل پر وړاندې یې سراسري پاڅون وکړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن د(کب دریمه) چې د شوروي د یرغل پر وړاندې د کابل د خلکو د پاڅون د څلویښتمې کالیزې سره برابره ده.

د افغانستان تاریخ د نورو هېوادونو د تاریخونو په څیر د حماسو او نه باور وړ میړاني او ویاړونو څخه ډک دی.

هغه حماسي چې د تاریخ په انګازو کې یې همیشنۍ پاڼه کیسه پريښوده.

د وخت په تیریدو سره اوس هم د هېواد د غازیانو او زیارکښه مجاهدینو د میړانې خاطرې هیرې شوي نه دي او د بشري وجدان په منظر کې کم رنګه شوي نه دي.

په کابل کې د کب د دریمې پاڅون ددې خاطراتو او میړانې څخه دی چې د هیرولو وړ نه دی، د افغانستان د خلکو د پاکو ایمانونو،د زړورتیا او ازادۍ د روحیې څخه یې سرچینه اخیستي ده.

ممکن اوس هم د ازادۍ غوښتونکو د نعرو انګازې اوریدل کیږي؛هغه نعرې چې یوازې او یوازې د ازادۍ غوښتنې،د اشغال او اشغال ګیرۍ لپاره وهل شوي وي.

دغه پاڅون د هغه فوځ د چپه کیدو پیل وو چې د مشرانو پر وینا تر «وسلوالو غاښونو» پورې وو،او په دغه لار کې زیاتو خلکو د خپلو خوږو وجودونو قرباني ورکړه.

ښځو، ماشومانو، زړو، ځوانانو، سني، شیعه، له هر یو قوم،پښتون،تاجیک،هزاره،ازبک ټولو د شخصي،ژبنیو او قومي ګټو په پام کې نیولو پرته په یوه ځای یو له بل سره د تکبیر چیغې پورته کړي دي .

ټولو یو له بل سره قرباني ورکړه،شکنجه شول او ژوندي په خاورو ښخ شول.

د دې پاڅون د پام وړ او مهم ټکی ،د پاڅون کوونکو تش لاسونه،د پیسو او امکاناتو نه شتون او د بهرنیانو له ډلې د پاکستان لاس وهنه وه.

مګر شوروي ته وفادارو ځواکونو او د کابل حکومت د «الله اکبر» ددې چیغې د اوریدو زغم نه درلود او د پاڅون کوونکو د ځپلو لپاره به د شپو په نیمایي کې به د ډزو او د هلیکوپټرو په پروازونو سره راووتل؛ مګر دې اقدام به د اعتراضونو لمبې پورته کړې او د پلازمینې په زرګونو خلک به سړکونو ته راووتل.

دا پاڅون چې د شوروي اتحاد د سره فوځ د له مینځه تلو سرچینه وه د ۵۰۰ څخه د زیاتو کسانو قرباني یې واخیسته.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *