جلال اباد ښار کې د چت پریوتو له امله د 4 تنو ته مرګ ژوبله اوشتې
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار۷ مې ناحیې اړوند دوسرکې سیمه کې د یوه کور د چت غورځیدو له مله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل ،یاده پېښه نن ماسپښین شاوخوا دوه بجې شوې رامنځ ته شوې ، چې له امله یې درې تنه ملکیان مړه شوي او ۱ نور ټپیان دي.
خوږیاڼي د دې پېښې د نوعیت په اړه څه ونه ویل زیاته یې کړه ورسته به معلوم شي چې دا چت د اورښت، اورلګیدنې او که هم د چاودنې له امله رامنځ ته شوې
خو په سیمه کې ځینو سرچینو ویلي چې پېښه د سنوکر ګیم په یو کلپ کې د بریښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې ده، چې وروسته په یاد کلپ کې پر شته خلکو چت راپریوتی.