ننګرهار کې د افغان او امریکایې ځواکونو ترمنځ جګړه؛مرګ ژوبله هم لري

د ننګرهار چارواکي وایې دغه پیښه تیر ماښام د دې ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې را منځ ته شوې .

د ننګرهار والي شامحمود میاخیل خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: پرون کله چې بهرني او افغان کمانډوي ځواکونه شیرزادو ولسوالۍ ته داخلیږي، په همدې مهال پرې ډزې کیږي، چې پایله کې ۳ کمانډوي سرتیري تپیان شوي.

نوموړی وایې په دې ډزو کې بهرني سرتیري هم ټپیان شوي خو د شمیر په اړه یې معلومات نشته.

د میاخیل په خبره، په متقابل ډزو کې د ملي اردو هغه سرتیری وژل شوی، چې لومړی یې ډزې کړې دي.

د ننګرهار د والي په خبره سیمه ته هیت رسیدلی وروسته به معلومه شي، چې دا نفوذي او که اشتباهي پیښه ده، خو نوموړی دبهرنیو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته رده وي.

بل لور د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر له خاورمیانه خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: د شېرزادو پېښه تیره شپه اته بجې  د ولسوالۍ په مقر کې شوې .

نوموړی زیاتوي په دغه پیښه کې ۷ امریکایې سرتیري وژل شوي او د ملي اردو یو سرتیری  هم وژل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *