ننګرهار کې ۲۱ طالب وسله وال وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وایې،  د دې ولایت  لعلپورې ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال  ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي،  د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو عمليات ترسره کړي، چې په کې د تحريک طالبان پاکستان، جمعيت الاحرار او امارت اسلامي ۲۱ وسله وال وژل شوي.

د خبرپاڼې له مخې دا عمليات د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو (صفر دوه قطعې) او د ملي اردو ځواکونو ترسره کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو (صفر دوه قطعې) د دې ولایت د لعلپورې ولسوالۍ اړوند« چکنور» سيمه کې ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.

د سرچینې پروینا د عملياتو پايله کې د جمیعت الاحرار، تحریک طالبان پاکستان او د امارات اسلامې تنظیم د استخباراتو مسول« بیت الله مشهورپه بلال  »په ګډون ۲۱ تنه وسله وال له ځانګړو ځواکونو سره د سخت مقاومت څخه وروسته  وژل شوي دي.

په دغو عملیاتو کې د وسله والو کلاشنکوفونه، يو میل تفانچه، دوه عرادي موټرونه او يو عراده موټر سايکل هم له منځه وړل شوي دي.

طالب وسله والو په دې تړاو تراوسه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *