د کرونا د قربانیانو زیاتیدل؛ له ۷۰۰ زیاتو کسانو قرباني

د «کرونا»ناروغۍ تازه شمېرې ښیي چې په چین، ماکائو او فیلیپین کې ۷۲۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،وړمه ورځ په چین کې د کرونا پر وایروس اخته ۸۶ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ،یوتن په فیليپین او یو بل تن په ماکائو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د چین دولت دغه ارقام تایید کړي او ویلي یې دي چې تر نن سهار وختي (سلواغې ۱۹) پورې د ۳۴ زره او ۵۴۶ په شاوخوا کې کسان د کرونا پر وایروس اخته شوي دي.

دغه وایروس د روان کال د جدې په میاشت کې په چین کې خپور شو او اوس مهال د چین او یو شمېر نورو هیوادونو له جملې څخه په امریکا، اسټرالیا، تایلینډ، مالیزیا، جنوبي کوریا، جاپان، کاناډا، سویډن، اسپانیا، فرانسه، فیلیپین، ماکائو او متحده عربي اماراتو کې هم لیدل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *