د پاکستاني لورې د تورخم دروازې تړل کیدل

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، نن سهار د تورخم دروازه د امنیتي ستونزو له امله د پاکستاني لوري د نامعلوم وخت لپاره تړل شوې ده.

د ولایت ویاند عطاالله خوږیانی پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د چهارشنبې له سهار د تورخم لویه لار دترافیکو او مسافرینو پر مخ تړل شوې ده.

خوږیاڼی د یادې لارې تړل کیدل امنیتي ستونزې یادوي او زیاتوي له پاکستاني چارواکو سره یې خبرې روانې دي څو د تورخم لاره بیرته پرانیزي.

وخت ناوخته دغه دروازه د امنیتي ستونزو او سیاسي ناندریو له امله تړل کیږي چې، له امله یې پر یاده لاره تلوونکي مسافر او سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *