د زوم له لورې د یوې کورنۍ د دریو غړیو وژل کېدل
د زوم له لورې د یوې کورنۍ درې غړي د چاقو په وسیله وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت خاور میانه خبرې اژانس ته وایي ،وړمه شپه د پلخمري ښار د دیوار معدن په سیمه کې د یوه سړي، یوې ښځې او یوه ځوان هلک په ګډون د یوې کورنۍ شپږ تنه غړي د چاقو په ګوزارونو وژل شوي او دوه ماشومان او یوه بله ښځه ټپیان شوي دي.
د بشارت پر وینا،قاتل ددې کورنۍ زوم دی چې وژل شوي کسان د قاتل خسر،اوښی او د میرمنې خور دي او ټپیانو کې یې میرمن او د نوموړي دوه ماشومان شامل دي.
د بغلان د عامې روغتیا رییس محب الله محب وایي د پیښې ټپیان اوس مهال تر درملنې لاندې دي او روغتیاتي حالت یې ښه دی.
د بغلان پولیس وایي،ددې پیښې قاتل نیول شوی دی.
په ورته وخت کې د بغلان د ښځو چارو ريسه خدیجه یقین دغه پیښه ټکان ورکوونکي ګڼي او وایي امکان لري چې یو بل شخص هم دې په دې پیښه کې لاس ولرې.
نوموړې د امنیتي ارګانونو څخه غواړې چې دا پیښه په جدې ډول وڅیړي.