د ”پیړۍ معامله“ فلسطیني مقدساتو ته د امریکا سپکاوی

د امریکا جمهور رییس د ”پیړۍ معاملې“ په نامه د خپلې خوښې د سولې طرحه معرفي کړه؛مګر دغه طرحه د محمود عباس او د فلسطین د خلکو د سخت مخالفت سره مخامخ شوه.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه طرحه وړمه شپه د امریکا د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ له لورې د بنیامین نتانیاهو سره په لیدنه کې وړاندې شوه.

دغه طرحه چې د” پیړۍ  معامله“ نومول شوي ده،ټرمپ،زوم او مشاور یې جرد کوشنر ”د دوه خپلواکو هېوادونو تر مینځ پکې رښتینې حل لار“ په پام کې نیول شوي او اورشلیم (بیت المقدس) پکې په رسمي ډول د اسراییل د پلازمینې په توګه پیژندل کیږي.

د امریکا جمهور رییس ټینګار وکړ چې په راتلونکي کې به  د فلسطین د خپلواک حکومت پلازمینه د اورشلیم په ختیځ کې وي.

نوموړي وویل د فلسطیني دولت د جوړښت په صورت کې به د امریکا متحده ایالات په  ”ویاړ سره“ ددې هېواد په پلازمینه کې خپل سفارت جوړ کړي.

ټرمپ خپله طرحه د فلسطینیانو لپاره ”وروستی فرصت“ وباله.

ټرمپ ژمنه وکړه چې د فلسطینیانو له لورې د هغه د طرحې د قبلولو په صورت کې به هغوې ګڼې مادې مرستې ترلاسه کړي تر څو د بې وزلۍ او بیکارۍ سره پرې مبارزه وکړي،د نوموړي پر وینا د فلسطینیانو اقتصادي وړتیا به دوه یا درې برابره شي.

مګر د امریکا د جمهور رییس غوړې ژمنې د فلسطیني دولت د چارواکو او وګړیو له سخت مخالفت سره مخ شوي.

د لبنان حزب الله هم د یوې بیانیې په صادرولو سره د «پیړۍ د معاملې»په نوم د ډونالډ ټرمپ د سولې د طرحې د غندنې ترڅنګ اعلان وکړ چې هیڅ ډول دسیسه،معامله او خیانت نه شي کولای چې په خپله ځمکه کې د فلسطینیانو حقوق تر پښو لاندې کړي او زمونږ ژوندی امت او ملت دا وړتیا لري چې ډېر ژر دا معامله له مینځه یوسي.

د عراق د صدر جریان مشر ”مقتدي صدر“هم د امریکا د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د تړون او ” پیړۍ معاملې“ په غبرګون کې ټینګار وکړ چې قدس شریف د ټولو الهي ادیانو پورې تړاو لري او فلسطین ازاده ځمکه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *