د هرات د پشتون زرغون ولسوالۍ د حج او اوقافو مدیر ووژل شو
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2020/01/23926599_167274563872098_7344125451966113559_o.jpg)
ناڅرګنده وسلوالو د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د حج او اوقافو مدیر په ډزو وژلی دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،مولوي عبدالرحیم احمدي نن سهار (دلوې ۶) د ناڅرګنده وسلوالو له لورې هغه مهال ووژل شو چې د خپل کور څخه د دندې پر لورې روان وو.
د هرات ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پیښه یوه ترهګریزه پیښه وه او د عاملینو د پیژندلو څیړنې رواني دي.
لا تر اوسه کومې ډلې یا شخص ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.