په خوست کې د واده په مراسمو کې چاودنې ۲۰ تنه ټپیان کړل
د خوست ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو باندې د یوه لاسې بم د غورځولو په پایله کې د ښځو او ماشومانو پر ګډون ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.
د خوست د پولیسو ویاند عادل حیدر خاورمیانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه پیښه تیره شپه ۹:۰۰ بجې د علیشیرو ولسوالۍ په «وارث» کلي کې رامنځته شوي ده.
د نوموړي پر وینا،د واده د مراسمو د ترسره کیدو پر مهال یوه ناپیژانده شخص د کور حویلۍ داخل ته لاسي بم ورغورځولی دی.
حیدر څرګنده کړه چې په دې پیښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه ټپیان شوي دي چې د یو ماشوم وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د خوست د پولیسو ویاند وایي چې په دې اړه څیړنې پیل شوي دي.
لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.