د افغانستان خلک څومره اندازه مالګه مصرفوي؟

د عامې روغتیا وزارت وایي چې د هېواد اوسیدونکي د نورو هېوادونو د خلکو دوه برابره مالګه مصرفوي او پر ناروغیو د اخته کیدنې په خطر کې قرار لري.

د خاور میانه خبرې اژانس د صحت د برخې د راپور له مخې،د هر شخص لپاره د مالګې معیاري لګښت په ورځ کې ۵ ګرامه دی چې دا اندازه د افغانستان د خلکو تر مینځ ۱۲ ګرامو ته رسیږي.

د عامې روغتیا وزیر،فیروزالدین فیروز وایي چې د مالګې زیات لګښت ددې لامل شوی ترڅو د هېواد خلک پر غیرساري ناروغیو اخته شي.

د نوموړي پر وینا،مالګه یوه حیاتي ماده ده؛ مګر زیات لګښت یې ددې سبب ګرځي چې د بدن لپاره د زهرو په توګه کار وکړي.

فیروز څرګنده کړه چې د عامې روغتیا وزارت د څیړنو ښکارې چې په هېواد کې د ځینو غذایي توکو لګښت په بې سارې ډول دی او ځینې نور غذایي مواد د نړیوالو معیارونو څخه کم د خلکو په غذایي رژیم کې ځای لري.

د نوموړي پر وینا،دا ددې لامل ګرځي چې د غیر ساري ناروغیو په اخته کیدو د خطر عوامل زیات شي.

د فزیکي فعالیت نه ترسره کیدل،اضافي وزن،د فشار جګوالی د مخدره توکو او مسکراتو کارونه د هغه عواملو له جملې څخه دي چې د عامې روغتیا وزارت وایي که کنټرول شي په زیاتو غیر ساري ناروغیو باندې په اخته کیدلو کې به د پام وړ کمښت راولي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت وایي چې د نړیوالو معیارونو په خلاف چ…

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *