د ترکیې د زلزلې د تلفاتو شمیر ۱۸ مړه او ۵۵۰ ټپیانو ته ورسید
د ترکیې دولتي سرچینې ددغه هېواد د ختیځ په «الازیغ» ښار کې ۱۸ وژل شویو او ۵۵۰ ټپیانو ته د زلزلې د تلفاتو د شمېر د زیاتیدو خبر ورکوي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې تیر ماښام د ترکیې «الازیغ» ښار د ريښتر په کچه ۶.۸په قدرت زلزلې ولړزاوه.
د دې زلزلې د تلفاتو په لمړنیو شمېرو کې،څلور تنه وژل شوي او له ۳۰۰ څخه زیات کسان ټپیان شوي وو؛مګر نن سهار(سلواغې ۵)د دې پیښې د تلفاتو شمېر ۱۸ تنه وژل شویو او ۵۵۰ تنه ټپیانو ته ورسید.
د ترکیې د زلزلې د څیړنو مرکز د ځمکې په سطحه کې ددې زلزلې ژوروالۍ ۱۰ کیلو متره اعلان کړی دی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې ددې زلزلې او زلزلې وروسته ټکانونو له وجې یو شمېر کورونه زیانمن شوي دي.