د کندزـ بغلان لوې لارې څخه د طالبانو میلیوني عاید

وسله والو طالبانو د کندز ـ بغلان پر لویه لار د پرله پسې چیک پواینټونو په جوړولو سره د باروړونکو موټرو څخه د «مالیې»په نوم باج اخلې او له دې ادرسه یې ورځنی عاید میلیونونه افغانیو ته رسیږي.

سرچینو خاور میانه خبرې اژانس ته ویلي دي چې په دې لویه لار د مرکزي بغلان ولسوالۍ له مربوطاتو د امنیتي پوستو څخه د نظامیانو له وتلو وروسته،طالبان هره ورځ له دې لارې څخه تیریدونکو موټرو څخه د پیسو په راټولولو بوخت دي.

ددې سرچینو پر وینا،د کندز ـ بغلان پر لویې لارې ګڼ شمېر تیریدونکو موټرو ته په پام سره ،طالبان هر ورځ له همدې ادرسه نږدې ۸ میلیونه افغاني مالي عاید ترلاسه کوي او ددې پیسو لویه برخه په نظامي تجهیزاتو لګوي.

د بغلان سیمه ایز چارواکي هم دا خبرې مني او خبرداری ورکوي چې په هغه صورت کې چې ددې کار مخه ونه نیول شي په دې ولایت کې به د طالبانو نظامي وړتیا ډېره شي.

د مرکزي بغلان ولسوال ،خانزاده مظلومیار خاور میانه ته وایي ،طالب جنګیالي له هر باروړونکي موټر څخه د وزن په تفکیک سره د ۲۰ زرو افغانیو نیولي تر ۳۰ زرو پورې افغانۍ اخلې او دا پیسې د جنګي وسایلو او مهماتو په رانیولو لګوي.

د نوموړي پر وینا طالبانو له دې لارې لویو مالي امکاناتو ته لاس رسی موندلی او که ددې فعالیتونو مخه ونه نیول شي ډېر ژر به د دې ډلې نظامي وړتیا څو برابره پورته شي.

ښاغلي مظلومیار زیاتوي،د بار وړونکو موټرو مالکان او سوداګر اړ دې چې دې ډلې ته پیسې ورکړې د سرغړونې په صورت کې یې سوداګریز مالونه سوزول کیږي.

د مرکزي بغلان ولسوال وایي، تر هغه وخته چې فوځي عملیات ترسره نه شي دا بهیر به دوام لري.

د امنیتي سرچینو د مالوماتو پر بنیاد د لوې لارو ترڅنګ پوستو باندې د طالبانو تر مرګونې بریدونو وروسته حکومت د امنیتي ځواکونو ویستلو ته اړ شوی وو.

یوه امنیتي سرچینه وایي چې،د ملې اردو اړوند نږدې ۲۰ پوستې او فوځي مرکزونه شاوخوا ۵ میاشتي وړاندې سقوط شوي چې لا تر اوسه بیرته نیول شوي نه دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې،اوس مهال طالبان د بغلان ـ کندز د لویې لارې په لویو او مهمو برخو کنټرول لري او د باروړونکو موټر څخه د باج اخیستنې ترڅنګ کله کله د خپلې خوښي وړ کسان هدف کوي.

په ورته وخت کې د بغلان د ولایتي شورا غړی بسم الله عطاش ددغه ولایت پر لویې لارې د ټکنې امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه ښيي او وایي ،د هرې ورځې په تیریدو سره د طالبانو نظامي امکانات د پورته تلو په حال کې دي.

نوموړي ددې ډلې په ځپلو کې د حکومت په چپ پاتي کیدو باندې نیوکه وکړه.

ښاغلی عطاش وایي ،په کراتو کراتو یې د لویو لارو په اوږدو کې د امنیتي ځواکونو د پوستو د سقوط کیدو او د طالبانو د باج اخیستنې په اړه په رسمي ډول امنیتي ځواکونه په جریان کې کړي او د عملیاتو د ترسره کیدو غوښتنه یې کړي؛ مګر لا تر اوسه یې په اړه عملي اقدام ترسره شوی نه دی.

شاوخوا پینځه میاشتې وړاندې طالبان په درنو بریدونو د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار ته داخل شول او د څو ورځو لپاره د امنیتي ځواکونو سره وجنګیدل او همدارنګه شاوخوا ۲۰ ورځې د شمال او شمال ختیځ لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي وي او د لویې لارې لسګونه پوستې او امنیتي مرکزونه سوځول شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *