د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت پورته کیدل
د افغانستان د سولې،سیمې او نړۍ د وروستيو پیښو او ددې ترڅنګ د هېواد په ځینو ولایتونو کې په سوداګریزو معاملاتو کې د پاکستانیو کلدارو پر استعمال بندیز او د مرکزي بانک له لورې د ډالرو د لیلام کیدو سره د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت د کمیدو په حال کې دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د سوداګریزې برخې د راپور له مخې د تیرې اوونۍ په نسبت د افغانۍ پر وړاندې د ډالر په بیه کې ۰.۴(څلویښت پوله) کموالی راغلی دی.
د کابل د نن ورځې ( مرغومي۲۸) په بازار کې د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت د ۷۶.۸۰ افغانۍ سره برابر دی چې د وروستیو ورځو په جریان کې یې د نیمې افغانۍ په اندازه کموالی موندلی دی.
د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په دې ډول دی:
یو ډالر د ۷۶.۸۰ افغانیو سره برابر
یوه یورو د ۸۵.۱۰ افغانیو سره برابر
یو انګلیسي پونډ د ۹۹ افغانیو سره برابر
یو سعودي ریال د ۲۰.۳۵ افغانیو سره برابر
د اماراتو یو درهم د ۲۰.۸۵ افغانیو سره برابر
زر ایراني تومان د ۵.۸۰ افغانیو سره برابر
زر هندي روپۍ د ۱۰۸۰ افغانیو سره برابر
او زر پاکستانۍ کلدارې د ۴۸۴ افغانیو سره برابرې تبادله کیږي.
د کابل د اسعارو د بازار د مالوماتو له مخې،د افغانیو او نورو بهرنیو اسعارو بیې هره شیبه د بدلون په حالت کې دي.
د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو پیسو په ځانګړي ډول د ډالر د ارزښت دا ډول کمیدل په داسي حال کې دی چې تیره اوونۍ هم مرکزي بانک له ۳۰ میلیونه څخه زیات ډالر لیلام کړي وو.