لغمان کې یو موټر سایکل بم له چاودنې وړاندې له منځه وړل شوی

د لغمان چارواکي وایې د دې ولایت په مرکز  کې د ملي امنیت ځواکونو یوموټر سایکل بم له چاودنې وړاندې خنثی او د یوې سترې فاجعې مخنیوی یې کړی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د لغمان ولایت د ملي امنیت  منسوبینو نن د مرغومي  په ( ۲۶)  نیټه په مهترلام ښار کې د هېواد او خاورې د دښمنانو له لوري یو موټر سایکل بم چې د تخریبي او ترهګریزو کړونو په موخه یې ښار ته داخل کړی و، مخکې له دې چې خپلې موخې ته ورسیږي کشف او چاودې دونکي توکي یې له منځه یوړل شول.

دولتزی وایې، د ملي امنیت منسوبین هڅه کوي،ترڅو ددغې پیښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د دولتزي په خبره افغان ځواکونو په دغه ولایت کې دښمن ځپلی او نه پریږدې، چې  دښمن په دې ولایت کې تخریبي کړنۍ ترسره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *