ننګرهار کې د پنځه طالب وسله والو د وژل کیدو ترڅنګ د موټربم چاودنې مخنیوی
د ننګرهار چارواکي وایې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د پنځه وسله والو طالبانو په وژنې او موټر بم چاودنې په لمنځه وړلو سره په ننګرهار کې د خونړۍ تروریستي پېښې مخنیوی کړی.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په را رسیدلې حبرپاڼه کې راغلي په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ په« بیټنې »سیمه کې د عملیاتو پر مهال پنځه وسله وال طالبان وژلي او د موټر بم چاودنې په موخه یې له چاودیدونکو توکو ډکه او چمتو شوي رینجر په لمنځه وړلو سره، په دې ولایت کې د خونړۍ تروریستي پېښې مخنیوی کړی.
خبرپاڼه زیاتوي، وسله والو طالبانو د پولیسو یو رینجر، چې دوی ته په لاس ورغلې وه،په کې یې چاودیدونکې توکي ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې ترې په دې ولایت کې د تروریستي پېښې په اړه کار واخلي،خو مخکې ترمځکې یې پلان شنډ او له چاویدونکو توکو ډک رینجر، دوه بابه د مهماتو ډیپو ګانې،درې عرادې موټر سایکلونه او یو شمیر نور توکي کشف او لمنځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.