کابل ـ جلال اباد لوې لارې کې د ترافیکي پیښې له امله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان چارواکي وایې دغه ترافیکي پیښه د کابل ـ جلال اباد لوې لارې د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند اوریا خیلو پل سره رامنځ ته شوې ده.

د لغمان دوالي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د کابل ــ جلال اباد په لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند د اوریاخیلو د پله په سیمه کې نن د مرغومي په ( ۷) نیټه شاوخوا درې نیمې بجې د دوو مارسیډیز ډوله موټرو د ټکر له امله دوه نارینه او دوه ښځې وژل شوي او د ۱۲ کوچنیان په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، ددغې پېښې ټول ټپیان په وخت نږدې روغتیایي مرکز ته انتقال شوي او له لومړنۍ درملنې وروسته یې ډيری رخصت شوي دي.

د دولتزي په خبره پېښه د موټر چلونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره ترافیکي پیښې رامنځ ته شوې، چې په دې لاره تلونوکو ګڼو مسافرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *