په لوګر کې د یوه ټن څخه زیات چرس کشف شول
د ملې امنیت او ملې پولیسو ځانګړیو ځواکونو د لوګر ولایت د پل علم ښار څخه په دوه جلا عملیاتو کې ۱۰۳۲ کیلوګرامه چرس او ۲۴۸ کیلوګرامه «بنګدانه» کشف شوي او د قاچاقو مخنیوی یې شوی دی.
د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور او کورنیو چارو وزارت د نن ورځې ( مرغومي ۸) د خبرپاڼې له مخې دا دوه عملیات د پل علم ښار په مربوطاتو کې په لار اچول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د مخدره توکو دا جوپه د یوې عرادې موټر او یو زیانمن شوي کور څخه ترلاسه شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د قضیې په تړاو یې څوک نیولي نه دي؛ مګر د پیښې د عاملینو د نیولو عملیات جریان لري.