په غزني کې د طالبانو له زندان څخه 8 تنه امنیتي ځواکونه ازاد شوي دي

ملې دفاع وزارت وایي چې د غزني ولایت په «قره باغ» ولسوالۍ کې په فوځي عملیاتو کې د طالبانو له یوه زندان څخه ۸ تنه امنیتي سرتیري خوشي شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د ملې دفاع وزارت د نن ورځې( مرغومي ۷) د خبرپاڼې څخه یې نقل کړی دی دغه عملیات د قره باغ ولسوالۍ په «موشکي» کلې کې په لاره اچول شوي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د طالبانو له زندان څخه ۸ تنه امنیتي سرتیري ازاد شوي او زندان له مینځه وړل شوی دی.

د ملې دفاع وزارت وایي چې دغه ځواکونه له میاشتو میاشتو په زندان کې وو.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *