په هلمند کې د ترهګریزو بریدونو څلور کسیزه شبکه ونیول شوه

د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې د ملې امنیت د ځانګړیو قطعاتو ځواکونو په هدفي عملیاتو کې د طالبانو اړوند د ترهګریزو بریدونو او چاودنو پلان کوونکي څلور کسیزه ډله ونیول شوه.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،چې د ملې امنیت ریاست د مطبوعاتي دفتر د نن ورځې ( لیندۍ ۲۳) له خبرپاڼې څخه یې نقل کړي دي ؛ دغه عملیات د طالبانو د نظامي ولسوال «ملا سخي داد» پر قرارګاه باندې ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې عملیاتو کې څلور ترهګر نیول شوي او ۲ میله کلاشینکوف،څلور قبضې لاسې بمونه،یوه پایه ایکم مخابره،۴۰ جلده تبلیغاتي پاڼې او درې عرادې موټرسایکلونه د ملې امنیت د عمومي ریاست د عملیاتي ځواکونو لاس ته لویدلي دي.

د ملې امنیت ریاست وایي چې په دې عملیاتو کې د طالبانو درې بابه قرارګاوې هم په بشپړ ډول تخریب شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *