عبدالله د رایو د بیا شمېرنې اجازه ورکړه

د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټکټ رییس وایي چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له غوښتنې وروسته یې د هېواد په اووه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې اجازه ورکړي ده.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ډاکټر عبدالله عبدالله وړمه شپه د خپل ټاکنیز ټکټ د رهبرې پلاوې په شتون کې په خبرې ناسته کې څرګنده کړه چې دا بیا شمېرنه او اقدام د «بایومیتریک پرته» او «له وخت څخه بهر» رایو د بیا شمېرلو په معنی نه دي.

عبدالله څرګنده کړه چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون جلسې او ددغه کمیسیون د غړیو څرګندونو؛دی اړ کړ چې په اووه ولایتونو کې ټولو همکارانو ته چې تر اوسه یې د ټاکنو کمیسیون ته د رایو د بیا شمېرنې اجازه نه ورکوله، اعلان وکړې چې د یکشنبې په ورځ ( تلې ۲۴) د رایو بیا شمېرنې ته اجازه ورکړي.

نوموړي ټینګار وکړ«څو ورځې وړاندې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون جلسه ونیوله ،هرکلی یې وشو؛متاسفانه په دغه جلسه کې موقع له مینځه لاړله او موخه ترلاسه نه شوه؛د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د وړمې ورځې د غونډې او د هغه د ترسراوې هرکلی هم کوم».

د عبدالله په باور ،په اوسنیو شرایطو کې ټول نوماندان یو اړخ دی او کمیسیون او «دولت جوړونکی» ټیم په بل اړخ کې قرار لري؛« مګر خلک پوهیږي چې ستونزه چیرته ده».

د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټکټ رییس څرګنده کړه چې «نن ورځ جنجال او ستونزه د درغلۍ او روڼوالي په مینځ کې ده یوه لورې د ۷۰۰ زرو رایو څخه زیاته درغلي کړي او غواړې ۳۰۰ زرو نورو رایو کې هم ورسره اسانتیا وشي یو لوری هم یوازی د ټاکنو د قانون او طرزالعمل مطابق  شفافیت غواړی. »

ډاکټر عبدالله روښانه کړه چې د هغه تازه اقدام په اووه ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې ته اجازه ورکول په دې معنی دي چې  کمیسیون ته نوره هيڅ پلمه پاتي نه شي؛ «مګر په دې معنی نه دی چې  د بې بایومیتریکه غیر قانوني او له وخت وروسته اچول شویو رایو د بیا شمېرلو په اړه د خپلې غوښتنې څخه په شا شم؛ که چیرې کمیسیون خپله غیرقانوني پریکړه تصویب او ترسره کړه پر وړاندې یې هم ودریږم. »

نوموړي ټینګار وکړ چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په لمړي سر کې خپله موضوع روښانه کړي او ویلي یې دي؛  یوازې هغه رایي اعتبار لري چې د ټاکنو پر ورځ په ټاکلي وخت په صندوق کې اچول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *