قیصاري لا هم هماغسې مقاومت کوي

وروسته له دې چې امنیتي ځواکونه د «نظام الدین قیصاري» د نیولو لپاره لاس په کار شول؛ د نوموړي د وسله والو کسانو د مقاومت سره مخ شوي او له تیرې شپې راهیسې تر اوسه په مزار شریف کې د قیصاري کور ته نږدې ډزې روانې دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې، د قیصاري د نیولو عملیات تیره ورځ د محکمې په حکم د خلکو د شکایتونو د څیړلو په تعقیب پیل شوي دي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل خاورمیانه ته وویل: «نښته دمګړۍ(د سهار ۹:۰۰ بجې ،لیندۍ ۲۴) هم جریان لري او امنیتي ځواکونه هڅه کوي تر څو قیصاري ونیسي.»

نوموړي څرګنده کړه چې په دې وروستیو کې «نظام الدین قیصاري» په مزار شریف کې د وضعیت د خرابوالي،ګډوډۍ،باج اخیستنې او د عامه امنیت د ګډوډولو لامل ګرځیدلی وو نو له همدې کبله عدلي او قضایي ادارو د نوموړي او د هغه د اړونده کسانو د نیولو حکم صادر کړ.

عادل زیاته کړه؛ کله چې ملې دفاعي او امنیتي  ځواکونو د عدلي او قضایي ادارو د حکم پر اساس لاس په کار شول او د نظام الدین قیصاري کور یې محاصره کړل او د نوموړې او  د هغه د کسانو د تسلیمیدو غوښتنه یې وکړه د وسله وال مقاومت سره مخ شول چې نښته رامنځته شوه.

د بلخ د پولیسو ویاند ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونو پریکړه کړي ترڅو د قانون حکم عملي کړي،قیصاري او کسان یې ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپارې.

د مزارشریف اوسیدونکې وایي چې د ښار اوسنی وضعیت نظامي حالت ته لویدلی دی او پولیس د نظامي موټرو او درندو وسلو سره په ښار کې تګ راتګ کوي.

نظام الدین قیصاري له دې وړاندې په فاریاب ولایت کې د اسلامې جنبش ګوند اړوند د محلي ځواکونو د قومندان په توګه دنده اجرا کوله؛ مګر د تیر کال په سرطان میاشت کې د ملې امنیت د ځانګړیو ځواکونو له لورې د بشري قوانینو د نقض او غیر مسووله وسلوالو د درلودلو له امله نیول شوی مګر د جنرال دوستم په منځګړیتوب خوشی شوی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *