د تخار ـ بدخشان لویه لار وتړل شوه

په تخار کې د «ثبات او همپالنې» ټاکنیزې ډلې ګڼ شمېر پلویانو د یوه پراخه لاریون په ترڅ کې د بدخشان ـ تخار لویه لار تړلي ده.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې‍ د «ثبات او همپالنې» پلویانو نن سهار( لیندۍ ۱۱) د تالقان ښار په مختلفو سیمو کې د ټاکنیزو درغلیو په غبرګون کې لاریون ترسره کړی دی.

دا کسان چې شمېر یې زرګونو تنو ته رسیږي، د ټاکنو د کمیسیون او جمهور رییس پر ضد شعار ورکوي او خبرداری ورکوي تر هغه وخته پورې چې یې قانوني غوښتنو ته ځواب ورنکړل شي ،خپل لاریون ته به دوام ورکوي.

لاریون کوونکو د بدخشان ـ تخار د لویې لارې په تړلو سره د بایومیتریک پرته د ۳ سوه زره رایو د باطلیدو د اعلان غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د «ثبات او همپالنې» ټاکنیزې ډلې سل ګونو پلویانو د فاریاب ولایت په مرکز میمنه ښار کې هم لاریون ترسره کړی دی.

ددې ټاکنیزې ډلې پلویانو د جمعې په ورځ په کابل کې هم پراخه لاریون کړی او د ۳۰۰ زره بې بایومیتریکه رایو د باطلیدو غوښتنه یې کړي ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جمعې د ورځې د لاریون وروسته اعلان وکړ چې له تحقیقاتو پرته هیڅ یوه رایه هم باطله نه اعلانوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *