کابل کې په یوه وسله وال برید کې دوه امنیتي سرتیري و وژل شول
د کابل ښار نهمه حوزه کې، د امنیتي ځواکونو پر موټر وسله وال برید کې دوه تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، نن د لیندۍ په ( ۱۰) نیټه سهار ۷:۳۰ بجې د کابل ښار نهمې حوزې اړوند «یک توت» سیمه کې د امنیتي ځواکونو موټر د وسله وال برید هدف وګرځید.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز، خاورمیانه ته وویل، چې په دې پیښه کې دوه تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه د دې پیښې د عاملینو په نیولو پسې د پولیسو هڅې روانې دي.
تراوسه کوم شخص او یاهم کومې ډلې د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.