جلال اباد کې یو وسله وال برید ۵ تنه وژلی او یو بل یې ټپي کړی
د ننګرهار چارواکي وایې دغه وسله وال برید د جلال اباد ښار لوموړې ناحیه کې د یوې موسسې په موټر شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د لیندۍ په (۱۳) نیټه سهار مهال د جلال اباد ښار لومړې ناحیه کې د یوې جاپانۍ موسسېPMS) ) د مشر ډاکټر ناکامورا په موټر وسله وال برید شوې، چې په پایله کې یې ۵ تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی.
خوږیاڼی زیاتوي، وژل شوي د ډاکټر ناکامورا ساتونکي او موټر چلوونکی دی او خپله ډاکټر ناکامورا ټپي شوی، چې روغتیایې وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
تراوسه کوم شخص او یاهم کومې ډلې د دې برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.