په سوریه کې د نفتو د قاچاق وړونکو د موټرو په کاروان بمبار

د سوریې فوځ د حلب په ولایت کې د نفتو د قاچاقو لپاره د کاریدونکو موټرو کاروان بمبار کړی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د سوریې فوځ نن سهار( لیندۍ ۶) په حلب ولایت کې د نفتو د قاچاقو یو لوې کاروان په نښه کړی دی.

د سوریې رسمي خبرې اژانس (سانا) راپور ورکړی دی چې سره له دې چې ځینې سوریایي کردان انقره خپل رسمي دښمن راپیژني؛ مګر د خپلو عایداتو لویه برخه دغه هېواد ته د نفتو له قاچاقو په لاس راوړي.

د سوریي یوه دولتي چارواکي ویلي دي چې له دې وروسته به د سوریې له خاوري د  نفتو د هر ډول قاچاق وړونکو سره سخت چلند ترسره کیږي .

نوموړي ټینګار کړی دی چې هغه سیمې چې تر برید لاندې نیول شوي د حلب د شمال ختیځ «الباب» او «الراعي» ښارونو په اطرافو کې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *