صهیونیستي رژیم ته د فلسطین د اسلامي جهاد غاښ ماتونکی ځواب
د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې پر غزه باندې د صهیونیستي رژیم د هوایي برید په ځواب کې،د اشغال شویو ځمکو پر لورې ۱۹۰ توغندې توغولي دي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه توغندي د تیرې ورځې له ماسپښین راهیسې تر بیګا شپې پورې په اشغال شویو سیمو کې په اسراییل میشته ښارګوټو لګیدلي دي.
د صهیونیستي رژیم د فوځ ویاند هم له غزې څخه د ۱۹۰ راکټونو او توغندو فیر کیدل تایید کړي دي.
په ورته وخت کې صهیونیستي رژیم نن سهار(لړم۲۲)په یوه وخت د غزې پر تړانګه او دمشق برید وکړ.
د فلسطین روغتیایي سرچینې وایي چې ددې بریدونو په پایله کې ۱۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.