په هلمند کې د یوې چاودنې مخنیوی وشو
د هلمند پولیسو دیوه ماین په کشفولو سره په نهرسراج ولسوالۍ کې د یوې چاودنې مخنیوی وکړ.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، دغه ماین له لرې کنټرولیده، چې تیر ماښام د پولیسو له خوا کشف شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه ماین د وسله والو طالبانو له لورې د نهرسراج ولسوالۍ په بازار کې ځای پر ځای شوی وو.
د کورنیو چارو وزارت وایې دغه ماین په امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د چاودنې له پاره برابر شوی وو، چې د پولیسو له لورې کشف شو.