په افغانستان کې د پاکستان کنسولګريانې وتړل شوي

په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان کړی دی چې په افغانستان کې ددغه هېواد یوه برخه کنسولګریاني تړل کیږي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په کابل کې د پاکستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په ټول افغانستان کې به ددې هېواد ځینې کنسولګریاني له نن (لړم ۱۳) څخه تر بلې اطلاع پورې وتړل شي.

په کابل کې د پاکستان سفارت امنیتي ګواښونه ددې اقدام اصلې عامل اعلان کړی دی.

سرچینې ویلي دي چې په وروستیو ورځو کې په کابل کې ددې هېواد ځیني ډیپلوماتان په لاره کې د امنیتي ګواښونو سره مخ شوي دي.

د افغانستان دولت او د بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستان د هغه هېوادونو له ډلې څخه دی چې هره ورځ ګڼ شمېر هېوادوال د ویزو د ترلاسه کولو لپاره په مختلفو ولایتونو کې ددغه هېواد کنسولګریانو ته ورځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *